د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۵۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ پر (۳۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید شتون درلود.
