په پکتیا ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۰۸) مستحقو کورنيو باندې غوښه ووېشله، د دې ترڅنګ د د یو شمېر مسافرو هېوادوالو په مالي ملاتړ د یادې ولسوالۍ پر (۳۳۹) تنو مستحقو کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د زرمت ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر محترم مولوي رحیم الله مشفق او د مؤسسې استازو شتون درلود.
