د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل، دا وسایط به د هغوی لپاره د عاید د یوې دایمي سرچینې په توګه ګټور واقع شي، هغوی به وکولای شي د دې لارې خپل ورځيني لګښتونه او اړتیاوې پوره کړي.

یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک، د وزارت د پروژو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو معلولینو او یتیمانو ووېشل شوې.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یادې خیریه مؤسسې له ترسره شويو مرستو مننه او قدرداني وکړه او هغه یې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې د ستاینی وړ او نیک اقدام وباله، د هغو کسانو څخه چې زرنج نقلیه وسایط یې ترلاسه کړي وو، هم وغوښتل چې له دې وسایطو څخه سمه ګټه پورته کړي، همداراز یې پر نورو خیریه بنسټونو هم غږ وکړ، څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د هوساینې او ملاتړ په موخه ورته مرستې برابرېکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دوو خالي بستونو د ډکولو په موخه، چې یو یې د مالي او حسابي چارو په ریاست کې بالمقطع او بل یې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱
Background image

په کندهار ولایت کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه فعاله شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۵۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست فعالیتونه وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نږدې یوه میاشت وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو د ارزونې لړۍ پیل کړې وه.

نن د دغې ارزونې د. . .

BACK TO NEWS