د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ترکیې هېواد د هلال احمر کمېټې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځينې نور مواد شامل وو، ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په وینا کې وویل:" تاسو یوازې نه یاست، بلکې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، ټول افغان ملت او د نړۍ مسلمانان له تاسو سره دي او دا وزارت په صادقانه ډول هڅه کوي چې ستاسو لپاره د ژوند ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي".
همداراز په کابل کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅې وستایلې، د لوی اختر د را رسیدو په مناسبت یې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته مبارکۍ وويله، د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او د ناروغانو لپاره یې د روغتیا او سلامتیا هیله څرګنده کړه، او د دې اړمن قشر لپاره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني هم حضور درلود.