د جمهور رییس په لارښوونه د هلنمد ولایت معلولیت لرونکو وګړو سره ناسته وشوه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۰:۲۹
1

 

د جمهور رییس په لارښوونه د هلنمد ولایت معلولیت لرونکو وګړو سره ناسته وشوه

 

نن سه شنبه د (وږي میاشتې ۵) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جلالتماب جمهور رییس د لارښوونې سره سم د هلمند ولایت معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو سره وکتل او د دوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

 

یادو معلولیت لرونکو وګړو د دوی د حقوقو د ځنډېدو، په هلمند کې د اسایشګاوو پر جوړولو، د دې قشر په دندو ګمارلو، د حرفوي زده کړو د اسانتیاوو پر برابرولو، د بایومتریک سیستم پر پیلولو او ځیني نورو مواردو بحث وکړ.

 

ښاغلي آریوبي ډاډ ورکړ، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي، وویل، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د وږي  میاشتې ۱۰)  په جمهوري ریاست کې د جلالتماب جمهور رییس د هغو ژمنو د عملي کېدو په اړه غونډه بلل شوې، چې  دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال یې د هلمند محترمو خلکو سره کړې وې. زیاته یې کړه،  چې د دې ناستې یوه برخه د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې او غوښتنې تشکیلوي.

 

 دا غونډه به د هلمند والي، د دې ولایت د ولسي جرګې وکیلانو او اړوندو وزارتونو د مسولینو په ګډون جوړه او اړین اقدامات به ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي پروان ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې څه باندې (۲) میلیونه او (۸۰۰) زره افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د ژور احساس او د مدبرانه نوښت له مخې د ژمي له رارسېدو سره سم، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او یتیمانو ته د نقدي مرستو د وېش یو. . .

BACK TO NEWS