د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۲۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او  د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د (۵۴) زره او (۳۹۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر اساس به یې د کابل، ننګرهار، کاپیسا، تخار او لوګر ولایتونو اړوند زرو (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره اختریزې کڅوړۍ ووېشل شي او هر مستحق یتیم به د (۳۵۵۰) افغانیو په ارزښت جامې، بوټان او نور اړین توکي ترلاسه کړي.

د همکارۍ دا هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د (ZFA) خیریه مؤسسې مرستیال محترم ذکي الله غني زاده ترمنځ لاسلیک شو، چې د پورته ذکر شویو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS