د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (٢٥٠) تنو مستحقینو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۱۴
mmd

د روژې مبارکې میاشتې د را رسیدو په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د د يوې خيريه مٶسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (٢٥٠) مستحقو یتیمانو، کونډو  معلولینو او اړمنو کورنيو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې غوړي، وریجې، بوره او نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود چې د مرستو د وېش د بهیر له پېل څخه تر پايه يې په پوره ډول نظارت وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د همدرد خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره د (۴۵) زره او (۱۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن ماسپښین د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه.

یاد خیریه بنسټ چې د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS