په بغلان ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ سره په همغږۍ په یاد ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۱۰۰) مستحقو کورنيو باندې دوه (۲) میلیونه او (۲۰۰) زره افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ووېشلې، په دې ترتیب هر مستحق ته (۲۲۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي احسان الله عابد او د قمر خیریه بنسټ مسؤلينو شتون درلود.