د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې معلولیت لرونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه ناسته وشوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۵۰
mmd

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د ښاروالۍ او د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو په حضور؛ د معلولیت لرونکو هېوادوالو ستونزو او هغوی ته د کاري فرصتونو د ا یجاد په موخه د همغږۍ ناسته جوړه شوه.

د کتنې په پیل کې د شهیدانو او معلولنیو چارو وزارت استازي په هېواد کې د معلولینو د عمومي وضعیت، شمېر، ستونزو، په مختلفو ادارو کې د کاري فرصتونو د ایجاد او دوی ته په اړوندو برخو کې د ګټورو خدماتو او لازمو سهولتونو برابرولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول.

ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د یادو ادارو د فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت تل په دې هڅه کې دی، چې خپل کړېدلي ولس ته په مختلفو برخو کې د غوره ژوندانه سهولتونه برابر کړي، د دوی ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی یې وکړي.

د کار چارو معین همدا راز زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې دې اړمن قشر ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۳:۲۹
Background image

په ارزګان ولايت کې پر (۱۰۳) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۳) تنو مستحقو معلولينو باندې ویلچرونه ووېشل شول، چې سل (۱۰۰) تنو معلولینو ته ساده ويلچرونه او درې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۳:۲۸
Background image

دایکندي ولایت کي پر (٥٠)تنو معلولینو باندي ویلچرونه ووېشل شول

د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو د ریاست په هڅو او د یو خیریه موسسې سره په مالي لګښت په یاد ولایت کې پر (٥٠)تنو معلولیت لرونکو وګړو باندي وېلچرونه ووېشل شول، د وېلچرونو سربېره هر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۳:۲۶
Background image

په هرات ولايت کې پر (۹۱) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل شول:

د هرات ولايت شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۹۱) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې. . .

BACK TO NEWS