په دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په ننګرهار ولایت کې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۳
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، د یار خیریه مؤسسې له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې ووېشل شول.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د یادې مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل چې په دې ولايت کې له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره لازیاتې مرستې ترسره کړي تر څو په ښه توګه د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وشي‌.

همداراز هغو یتیمانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د یاد ریاست او د مؤسسې له مسؤلینو څخه یې د مرستو د چمتوکولو په پار مننه وکړه او د نورو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS