د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ژمنېو توکو د چمتو کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۳:۴۷
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ د استازي محترم احمد شهرام وفایي ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به (۱۲۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بامیان ولایت کې ژمنۍ توکي ووېشل شي او همداراز (۱۰) تنو کونډو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه پنځوس (۵۰) رأسه د شیدو وزې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۹۴۴) زره او (۳۲۰) افغانۍ کیږي چې د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS