د بامیانو ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۰۰) مستحقو کورنېو باندې مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۵:۵۳
mmd

د بامیانو ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ترکيې هېواد د تیکا مؤسسې سره په همغږۍ د شهيدانو او معلولینو پر(۲۰۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، روب او عدس شامل وو، وویشل.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د بامیانو ولايت والي محترم عبدالله سرحدي، د دې ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي او د تیکا مؤسسې مسؤلينو حضور درلود.

د یادو مرستو پرمهال د دې ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي د یادې مؤسسې څخه مننه وکړه او پر نورو  مؤسسو او خیریه بنسټونو یې غږ وکړ چې خپلې مرستې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو له مرستو څخه واقعي مستحقین برخمن شي.

په ورته وخت کې د تیکا مؤسسې رئيس خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ترکیې خلک هم دې ته لیواله دي تر څو د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS