د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۴:۱۷

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ د مسؤل محترم محمد جواد ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په میدان ورد ک او ننګرهار ولایتونو کې زر (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغې کې به اوړه، غوړي، وریجې، سوجي اوړه، مکروني، بوره، چای، لوبیا او دال شامل وي، وویشل شي.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت پنځه میلیونه او پنځه لکه (۵۵۰۰۰۰۰) افغانۍ دی چې د میدان وردک او ننګرهار ولایتونو کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت رياست له رئيس سره وکتل

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړۍ په بهیر کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۸:۵۹
Background image

د کابل ولایت پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د (YAAR) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۴
Background image

په بغلان ولايت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري پر (۲۷) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

BACK TO NEWS