د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې د کارکوونکو د عقیدتي او دیني ازموینې پایلې اعلان کړې.

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۸:۱۲
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمجید اخند، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د دعوت او ارشاد عمومي رئیس ښاغلي شیخ محمد هاشم شهیدیار او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دیني مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: خدای تعالی جل جلاله انسان ته د علم په وسیله شرف ورکړی او دا زموږ د ټولو مسؤلیت دی چې د دیني مسایلو په رسولو کې خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړو. په قرآن عظیم الشان کې چې د دنیا او آخرت ټولې ښیګڼې نغښتي دي، باید موږ دا سپیڅلی کتاب د خپل ژوند لارښود وګرڅوو.

هغه همدا راز زیاته کړه چې د ټولنې هر غړی د خپلو اعمالو مسؤل دی او هر مسؤل شخص باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

د دې غونډې په ترڅ  کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د اسلام سپیڅلي دین ته د خدمت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په ټولنه کې هر وګړي ته د دیني تعلیماتو زده کول او رسول  زموږ ایماني او وجداني مسؤلیت دی.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې موږ مسؤلیت لرو چې د هیواد دردمنو خلکو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړو.

په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد عمومي رئیس ښاغلي شیخ محمد هاشم شهید یار هم خبرې وکړې او ویې ویل: د دعوت او ارشاد د ریاستونو د جوړولو اصلي موخه د ټولنې اصلاح او ښېګڼه ده. هغه همدارنګه زیاته کړه چې د اسلام د سپیڅلي دین اساسات او د اصولو زده کړه زموږ د ټولو ګډه وجیبه ده.

د دې غونډې له نورو ويناوالو څخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بشري سرچينو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسى صديقي هم د اسلامي ارشاداتو په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل، قرآن کريم د انسانانو د ژوند لارښود دى او موږ باید هغه د ژوند د پرمختګ لپاره یوه بیلګه وګرځوو او پر احکامو یې عمل وکړو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلام د سپېڅلي دین ته خدمت کول د دعوت او ارشاد ریاست اصلي موخه ده. هغه زیاته کړه، دغه ریاست توانېدلې چې د یوه کال په موده کې د دې وزارت ټول کارکوونکي د دیني زده کړو تر پوښښ لاندې راولي، نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته د دیني زدکړو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د يادونې وړ ده چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د کارکوونکو د ازموينې اصلي موخه د هغوى د ديني او اسلامي پوهې د کچې  لوړول او یادو مسایلو ته د هغوی هڅول ښودل شوي دي تر څو په راتلونکي کې هم یاد رياست وکولای شي د هغوى د دیني تعلیماتو کچه لوړه کړي .

باید وویل شي چې هغو کارکوونکو چې په يادې ازموينه کې يې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې، د تشویق او ترغیب په موخه هغوی ته یو یو جلد قرآن عظيم الشان او نقدي ډالۍ د جوایزو په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS