د کابل په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې په (۲۶۴) بیوزلو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۸:۴۷
mmd

یادې مرستې د درې خیریه مؤسسو په مالي ملاتړ (د نداء الخیر خیریه مؤسسې لخوا یو سل او شپیته تنو یتیمانو ته ژمني توکي او همداراز سلو تنو معلولینو ته د نصیر خیریه بنسټ لخوا ويلچرونه، امسا او پای روانکونه وویشل شول).

په ورته وخت کې د څلورو جنګ ځپلو کورنیو سره چې په وروستیو پيښو کې کورنې غړي یې ټپیان او یا وژل شوي وو، د‌ هغوی سره د بلومونټ خیریه مؤسسې لخوا بيړنۍ مرستې وشوې.

د مرستو د ویش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي قاري شمس الامین زهیر د یادو مؤسسو له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: یتیمان او معلولین د ټولنې ډیر مظلوم او بې وسه قشر دې. نوموړي له یادو خیریه مؤسسو څخه وغوښتل تر څو خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۳
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ارچي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د ارچي ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر، همداراز هغوی ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د بغلان ولایت برکۍ او نهرین ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر څخه د ارزونې په موخه د برکۍ او نهرین ولسوالیو ته سفر وکړ. . .

BACK TO NEWS