د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په فاریاب ولایت کې د دغه وزارت د اړوند ریاست له کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۵:۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یاد ریاست  له چارو څخه د ارزونې  پر مهال د یادې ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: "اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دې او موږ ټول باید د هیواد په آبادۍ او سوکالۍ کې لاسونه سره یو کړو".

ولایتونو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال د سفر اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په اړوندو ریاستونو کې د شته خنډونو او ننګونو لرې کول دي او په همدې موخه یې د فاریاب والي مولوي شعیب رسالت سره وکتل او د یاد ریاست پروړاندې شته ستونزې او ننګونې یې ورسره شریک کړې.

په دې کتنه کې دفارياب والي په داسې حال کې چې مرستيال والي مولوي عبدالولي اتقاني او دفارياب ولايت ښاروال محب الله موفق هم ګډون درلود، د یاد پلاوي د ستونزو او مشکلاتو له اوريدو وروسته یې وويل: "د شهیدانو وارثین او معلولین چې ډېری یې ښځې، ماشومان او بوډاګان دي، په معیاري اسانتیاوو یوې سمبالې ودانۍ ته اړتیا لري، تر څو دوي ته ښه خدمات پکښې وړاندې شي. په دې اساس د فاریاب ولایت مقام په پام کې لري تر څو په معیاري اسانتیاوو برابره یوه نوې ودانۍ چمتو او د شیهدانو او معلولینو چارو د ریاست په واک کې یې ورکړي".

د فاریاب والي همدا راز زیاته کړه چې د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ولایت مقام په پاملرنې کې دی او د دوی ټولې چارې له نږدې څاري.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق شامل دي.

د یادولو وړ دی چې له دې وړاندې یاد پلاوي د بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونه هم په هراړخیزه توګه څیړلي او د شته ننګونو د حل لپاره یې لازم اقدامات تر سره کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS