د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ، د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوی عبدالرزاق آخوند، د ملاټر او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د ننۍ غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا وړاندې شول، په کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملي ستراتیژۍ د جوړولو په هکله او یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معیاري او ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هر ریاست لپاره د جلا کړنلارو او د کاري مسئولیتونو د لایحو جوړولو په اړه خبرې اترې وشوې، دغه راز د یاد وزارت د اړوندو څانګو رئیسان خپلو مکلفیتونو او مسئولیتونو ته وهڅول شول. په یاده غونډه کې د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو په مرکز کې د فلجیانو د استوګنې لپاره د چپرکټونو او نورو اړینو وسایلو د چمتو کولو او هغوې ته د حرفوي زده کړو لپاره د مسلکي ښوونکو د استخدام په اړه هم خبرې وشوې، او په پاې کې د شهیدانو او معلولینوچارو وزارت کې د کارکوونکو د اضافه کارې په هکله بحث وشو او د ستونزو د حل پر لارو چارو لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې.