د مهمو ننګونو په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ګډې کاري ډلې غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۲:۳
جلسه

د تخنیکي پلوه وړ کاري ډلې غونډه چې د  (د ملي امنیت شورا دفتر، د مالیې وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون، د احصایې او معلوماتو ملي اداره، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت او د سیمه ییز ارګانونو اداره) په ګډون د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي په مشرۍ،  په دې وزارت کې د بنسټیزو اصلاحاتو په اړه  ترسره شوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او  د غونډې ګډونوالو ته یې اړین معلومات ورکړل. ښاغلي فاروقي د غیر منظم مدیریت جوړښت، د بودجې کمښت، د پرسونل کموالی، په ولایتونو کې د حفظ الصحې او بیارغونې مرکزونو نشتوالی، په مرکز کې د دفترونو نشتوالی او د جګړې د قربانیانو ډېرېدونکی شمېر د وزارت پر وړاندې پرتې ستونزو وبللې.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، دا کاري ټیم مکلف دی چې ټولې ستونزې او ننګونې چې وزارت ورسره مخ دی، تحلیل او ارزونه یې وکړي او پایله یې ولسمشر ته په یوه وړاندیز کې وړاندې کړي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په ترڅ کې، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو ډیجیټل کولو پروسې ګړندۍ کولو باندې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو په ځانګړې ټوګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له همکارۍ مننه وکړه.

په دې غونډه کې د ننګونو حل کولو او وړاندیزونو لومړنۍ مسوده چې مخکې د وزارت لخوا چمتو شوې وه د دې کمیسیون ګډ کاري ټیم ته د مطالعې او نظر ورکولو لپاره وړاندې شوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر د دې کاري ټیم له غړو څخه هم وغوښتل چې په راتلونکي ناسته کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړي ترڅو دغه پلان نور هم بډایه شي.

همدارنګه د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست چې د دې طرحې مسوده یې ترتیب کړې ده هدایت ورکړل شو تر څو د دې مسودې د بډاینې لپاره نور کار هم وکړي.

د ګډ کاري ټیم غړو همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر سره ژمنه وکړه چې د وزارت پر وړاندې شته ننګونې به تحلیل او وڅېړي، او په دې برخه کې یې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال ښاغلي یوسفي په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په مرکز او ولایتونو کې به د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو په حل کولو کې لومړی منظم او دقیق میکانیزم رامینځته کړي، ښاغلي یوسفي همدا راز زیاته کړه چې د اړوندو څانګو ستونزې به حل او  پراخه همکاري به ورسره وشي.

په ورته وخت کې، د مالیې وزارت استازي د دې وزارت د کارمندانو په زیاتوالي ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د ننګونو د حل لپاره به د مالیې وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون سره په همغږۍ کې اقدامات وکړي.

په غونډې کې د اداري اصلاحاتو کمیسیون له استازي سره په دولتي دفترونو کې د معلولیت لرونکو وګړو ګمارنې په اړه لږ تر لږه درې سلنه د شهیدانو وارثینو او معلولینو حقونو او امتیازاتو قانون سره سم بحث وکړ او په دې برخه کې له کمیسیون نه د جدي همکاري غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست  وزیر، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو اندیښنې د هغه مکتوب د نشر په اړه څرګندې کړې چې په ګمارنو کې د معلولیت د تثبیت د درجې اندازه د 30 تر 60 سلنه ښودلې وه، همدا راز ښاغلي فاروقي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون څخه په دې برخه د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

په پای کې، پوهنمل حمیدالله فاروقي د پورتنیو څانګو د ژمنتیا او همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې د یوې ګډې کمیټې په جوړولو سره موږ کولی شو یو شمېر موجوده ننګونې له منځه یوسو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د څارنې او ارزونې ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې له مرکز څخه (۱۰۰) تنه یتیمان او معلولین د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري پنځه میاشتې وړاندې د (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۲۱
Background image

په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدين صاحبزاده،. . .

BACK TO NEWS