د کروندګر ملي ورځې په مناسبت د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مبارکۍ پيغام!

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۰:۲
بی

د کروندګر ملي ورځې په مناسبت د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مبارکۍ پيغام!

کرهڼه او مالداري د یوه هېواد اقتصادي پرمختیا او پر ځان بساینې لپاره د ملاتیر حیثيت لري.

کروندګر هغه څوک دی چې د هېواد په ابادۍ، سمسورتیا، اقتصادي پیاوړتیا او د ځان بسیاینې په برخو کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل په دې هڅه کې دی چې د هېواد کروندګرو ته په کاري چوکاټ کې غوره اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له نيکه مرغه تر ډېره په دې برخه کې بنسټیز کارونه تر سره شوي دي.

په افغانستان کې اوس هم د کروندګرو لپاره مناسب کاري چاپيريال شتون نه لري، خو بيا هم د هېواد په زياترو ولایتونو کې د کروندګرو لپاره سړې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي او په دې برخه کې لا زياتو کارونو ترسره کولو ته اړتيا ده.

د افغانستان موجوده اقتصادي وضعيت ته په کتو، افغانان تر ډېر په کرهڼه تکيه دي. دا او د افغانستان درنو بزګرانو هڅې د دې سبب شوي، چې د افغانستان اکثره وګړي د کرهڼې له لارې خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کوي.

نه يوازې دا چې په کور دننه په لوړه پيمانه د افغانانو لومړنۍ اړتياوې د کرهڼې له لارې پوره کېږي، تر څنګ يې د افغانستان وياړلو بزګرانو د افغانستان صادراتي توکو په زياتوالي کې هم د پام وړ رول لرلی دی.

دې ټولو ته په پام، د کروندګرو زحمتونو ته د درنښت ترڅنګ، د افغاني ټولنې دې وياړلي قشر ته د بزګر ملي ورځې په مناسبت مبارکي وايم او د لوی خدای له درباره ورته د برياوو غوښتونکی يم.

هيله ده، چې د هېواد کروندګر د نیشه یې توکو پر ځای په خپلو ځمکو کې غنم، وريجې، جوار او ورته نور فصلونه وکري، څو یې ځان، ټولنې او هېوادوالو ته ګټه ورسېږي.

پوهنمل حميدالله فاروقي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS