د معلولينو په ملي ستراتيژۍ او د معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره په عمل پلان کې، زياته پاملرنه شوې ده

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۵:۱۶
ss

د معلولينو په ملي ستراتيژۍ او د معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره په عمل پلان کې، زياته پاملرنه شوې ده

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د کار او ټولنيزو چارو له وزير، بشير احمد ته ينج سره د معلوليت ملي ستراتيژۍ او عمل پلان د تطبیق په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي آريوبي د معلوليت په ملي ستراتيژۍ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مشرتابه ته د دوی اړوند مسؤليتونه تشريح کړل او له هغوی يې د عمل پلان د تطبیق غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ور سره د معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره په مرکز او ولايتونو کې د ملاتړو مرکزونو په جوړولو، په حرفوي او فني کورسونو کې د دوی جذبولو او په دولتي ادارو کې لږ تر لږه د درې سلنه معلوليت لرونکو وګړو د ګومارلو په برخو کې اړينه همکاري کولی شي.

ښاغلي آريوبي د معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د بوديجې ځانګړي کولو هرکلی وکړ او د دواړو وزارتونو ترمنځ يې د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد تينج د معلولينو ملي ستراتيژي ټول شموله او ګټوره وبلله او د عمل پلان د پلې کولو په برخه کې يې ښاغلي آريوبي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي تينج وويل: چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت لس میليونه افغانۍ د ماشومانو د ملاتړ پروژې په توګه د معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره ځانګړې کړې دي او ددوی لپاره يې په کابل، باميانو، ننګرهار او مزار شريف ولايتونو کې مجهز ملاتړي مرکزونه جوړ کړي او په نږدې راتلونکي کې به په کندهار، هرات او خوست کې هم ورته مرکزونه پرانيستل شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په حرفوي او فني مرکزونو کې به پنځه سلنه معلوليت لرونکي وګړي جذب کړي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو وزارتونو څخه به په ګډه يو تخنيکي ټيم جوړ شي او د راتلونکي ۱۴۰۰ ه ل، کال په پلان به بحث وکړي او د څو ورځو په اوږدو کې يې بايد بشپړ کړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS