د نظامي شهيدانو او معلولينو ستونزو ته رسيدنه مو لومړيتوب دی

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۹:۳۶
xc

د نظامي شهيدانو او معلولينو ستونزو ته رسيدنه مو لومړيتوب دی

نن د ليندۍ په دوېيمه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي، د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو استازو سره ليدنه وکړه.

د ناستې په پيل کې د نظامي شهيدانو وارثينو او معلولينو استازو له ښاغلي اريوبي سره د حقونو د ځنډ، کارموندنې، زده کړو، استوګنځيو، د نظامي شهيدانو وارثينو او معلولينو ژوند ته د لا پاملرنې او وزارت سره د غوره همغږۍ په برخو کې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د امورو او کارونو د لا ښه تنظيم او د شهيدانو کورنيو او معلولينو ستونزو ته د پر وخت رسيدنې په پار يې له ده سره ستونزې او معلومات شريک کړل.

ښاغلي اريوبي وويل: چې د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ته رسيدنه د ياد وزارت لومړيتوب دی او په دې برخه کې د پاموړ لاسته راوړنې هم لري.

د ښاغلي اريوبي په خبره، چې د نظامي شهيدانو او معلولينو قربانۍ د قدر وړ دي او ستونزو ته د رسیدنې سربیره، د يادګار او درناوي په ډول به ورته د کابل په ښار کې يو منار هم جوړ کړي.

ښاغلي اريوبي څرګنده کړه، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه او کارکوونکي ژمن دي، چې د ټولنې ياد قشر لپاره د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي او ستونزو ته يې پر وخت رسيدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

BACK TO NEWS