د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آریوبي سره د بدخشان د خلکو استازي ډاکتر ضيا یفتلي لېدنه وکړه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۹:۲۹
mmd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آریوبي سره د بدخشان د خلکو استازي ډاکتر ضيا یفتلي لېدنه وکړه

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي ډاکتر ضيا يفتلي نن ماسپښين د تلې په شپږمه، د بدخشان د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزې له، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي سره شريکې کړې او د هغوی د ژر حل غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي يفتلي د بدخشان د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د کلنيو امتيازاتو د پر وخت نه رسيدنې، د ثبت او راجستريشن پروسه کې سستوالي، بې کارۍ او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهير د نه چټکتيا ستونزې له محترم لعل الدين آريوبي سره شړيکې کړې.
ښاغلي آريوبي له نوموړي څخه مننه وکړه، چې د بدخشان د جګړو ځپلو هېوادوالو له عمده ستونزو یې خبر کړ.
ښاغلي آريوبي ژمنه وکړه، چې په بدخشان کې د ياد قشر ستونزو ته د ژر رسېدنې په موخه به د ياد ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمر ته لازمه سپارښتنه کوي، څو مستحق کسان له خپلو کلنيو حقونو برخمن شي، د راجستريشن او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسو کې اغيزمن چټکوالی راشي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د نوي برېښنايي سيسټم او اصلاحاتو د پلې کیدو په پايله کې به، چې اوسمهال يې د دوی وزارت د پلې کیدو په هڅه کې ده، د ټول هېواد په کچه د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزې حل او هوارې شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS