د شهیدانو او معلولینو په سکتور کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او ستونزو ته د رسیدنې بهیر به نور هم چټک شي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۶:۲۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو په سکتور کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او ستونزو ته د رسیدنې بهیر به نور هم چټک شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي نن د خپل کار په دفتر کې په ولسي جرګه کې د دایکندي د خلکو له استازی ښاغلی علی اکبر جمشیدی او د یاد ولایت د ولایتي شورا له یو شمیر وکیلانو سره وکتل.

ښاغلي جمشیدي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ له لوري د مرکز او ولایتونو په کچه د وروستیو اصلاحاتو او پرمختګونو ستاینه وکړه وویل، چې په تېر کې په دې برخو کې ډېرې ستونزې موجودې وې، اوسمهال یې له منځه وړلو ته جدي اړتیا وه.

دوی همداراز د دایکندي ولایت د ځینو شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې هم شریکې کړې. د دې تر څنګ یې د اصلاحاتو په روان بهیر هم ټینګار وکړ.

ښاغلي آریوبي وویل، چې په دې اداره کې بنسټیز اصلاحات او روڼتیا رامنځته کول یې د کارونو په لومړیتوب کې و او ژمن دی، چې یاده لړۍ دومداره وساتي او دغه بهیر نور هم چټک کړي. ښاغلي آریوبي د ولس استازو ته ډاډ ورکړ، چې د مرکز او ولایتونو په کچه به د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته هر اړخیزه رسیدګي وشي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS