یو سل او پنځه ویشت (۱۲۵) تنه یتیمان او معلولین د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره څه موده وړاندې د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو، موټر او د موټرسایکلونو د ترمیم برخو کې پنځه میاشتنی روزنیز پروګرام په لاره اچولی وو چې نن یاد پروګرام څخه فارغ شوېو کسانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند لخوا هغوی ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
د زده کوونکو د فراغت غونډه چې د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، په هغې کې د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال محترم حمد الله فطرت، د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دې وزارت ځینو رئیسانو او آمرینو او د (HHRD) خیریه مؤسسې مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د فني او حرفوي زده کړو د پروګرامونو په لاره اچول یې د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بساینې او خودکفايي په برخه کې خورا مهم وباله او وې ویل: د دې وزارت رهبرۍ هڅه کوي تر څو د مؤسساتو او خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي چې له یوې خوا به یتیمانو او معلولینو ته یوه دوامداره عایداتي سرچینه برابره او له بلې خوا به هغوی د خپلو کورنېو لپاره حلال رزق او روزي وګټي.
محترم شیخ صاحب همداراز د دې پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې د مسؤلینو له هڅو قدرداني وکړه او له فارغ شوېو زده کړیالانو څخه یې وغوښتل تر څو له خپلو کسب شویو مهارتونو څخه د حلال رزق په پېداکولو کې ګټه واخلي او خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي.
همداراز په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان هم د حرفوي زده کړو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او هغه یې د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي وضعیت کې د مثبت بدلون په رامنځ ته کولو کې یو مهم ګام وباله.
همداراز محترم مولوي کلیم الله افغان په دې وزارت کې د ثبت شوېو یتیمانو،کونډو او معلولینو د آمارو او ارقامو، د ثبت او راجسټر په پروسه کې د شفافیت رامنځته کولو په موخه د تصفیې کمېټو ګمارلو، د ریاستونو لپاره د اداري ودانېو چمتوکولو په هکله معلومات وړاندې کړل.
هغه همداراز وویل: د ماليې محترم وزارت لخوا د اړتیاوو په پام کې نېولو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته په روان مالي کال کې دولس میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې وه، چې دا وزارت تر اوسه توانیدلی شپږ میلیارده او ۷۵۲ میلیونه او ۷۲ زره او ۶۹ افغانۍ د یو مشخص پروسیجر له لارې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنېو نغدي مساعدتونو په توګه د بانکي سیسټم له لارې د هغوی اکونټونو ته حواله کړي.
د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد د دې روزنیز پروګرام د څرنګوالي په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: په یاد مرکز کې ۱۲۵ تنو یتیمانو او معلولینو ته په اووه بېلابېلو برخو کې د حرفوي زده کړو ورکولو ترڅنګ هغوی ته په میاشتنۍ ډول نغدي او د خوراکي موادو مرستې هم ترسره شوي دي او دا مرکز په پام کې لري تر څو زده کوونکو په جذب کې زیاتوالی راولي.
همداراز د دې روزنیز پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې مسؤل محترم قاري عبیدالله فیصل هم د (HHRD) خیریه مؤسسې د فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: له نیکه مرغه یاده مؤسسه په هېواد کې د ۲۶۰۰ تنو یتیمانو کفالت به غاړه لري او د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره په همغږۍ هغوی ته میاشتنۍ نغدي او خوراکي مرستې ویشي، هغه همداراز وویل: یادې مؤسسې په تیر کال کې ۴۰۰ تنه د فني او حرفوي زده کړو فارغان درلودل او په روان کال کې به ۵۲۵ تنو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.
هغه همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ څخه د پوره همکارۍ او همغږۍ په پار مننه وکړه.
د دې پروګرام په دوام کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم په دې وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت شویو آمارو او ارقامو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همداراز په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم زده کوونکو ته توصیه وکړه ترڅو د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او خپل صورت او سیرت د شریعت مطابق برابر کړي.
د پروګرام په پای کې یاد شویو زده کوونکو ته د کسب او کار د پیل کولو په موخه اړوند تخنیکي وسایل او ابزار هم ورکړل شول.