کابل ښار کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته کاري فرصتونه رامینځته کیږي.

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۱:۲۵
dmmd

کابل ښار کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته کاري فرصتونه رامینځته کیږي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی سره لیدنه وکړه.

یاده ناسته کې ښاغلي لعل الدین اریوبي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې. ښاغلي آریوبي وویل، په اداره کې د درې سلنه معلولین استخدام، دولتي ادارو او خدمتونو ته د معلولینو لاسرسی او دې قشر ته د لاسي خرڅلاو د غرفو ویش باید د کابل ښاروالۍ په لومړیتوب کې وي تر څو ددوي اساسي ضرورتونو ته په وخت رسیدګي وشي.

د کابل ښاروالۍ ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی له ښاغلي آریوبي څخه مننه وکړه او د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي یې د هیواد ساتنې په لاره کې اصلي اتلان وبلل. ښاغلي سلطانزوی وويل، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کول د ښاروالۍ له اساسي او مهمو دندو څخه ده، چې په دې لاره کې يې د بشپړې هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د ښاري نظم د ساتنې په موخه د دواړو ادارو ګډ کار او همغږي به زیاته شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS