په کونړ ولایت کې له (۱۹۶) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره نغدي مرستې وشوې

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۹:۳۸
mmd

د کونړ ولايت اړوند خاص کونړ ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د شپول خیریه مؤسسې له لورې پر (۱۹۶) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې نغدي مرستې وویشل شوې، چې په یادو مرستو کې هر مستحق ته (۴۳۰۰) افغانۍ ورکړل شوې چې دا مرستې به تر څلورو میاشتو دوام ومومي.

د مرستو د ویش پر مهال د کونړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي عبيدالله حقاني د نوموړې مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او په نورو خیریه بنسټونو یې غږ وکړ تر څو د دې بیوزله او اړمن قشر لاسنيوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS