په کابل ولایت کې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۵۰۰ معلولیت لرونکو او د شهیدانو پر کورنېو باندی د خوراکي توکو کڅوړۍ وویشل شوې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۰:۲۶
mmd

یادی مرستې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یاد وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند او همدارنګه په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی او د یاد هیواد مرسته کوونکي ښاغلي تحسین یازن  پر شتون کې پر معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو پر کورنېو باندی وویشل شوی.

د مرسته شویو توکو د ویشلو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند د ترکیې هېواد بشري مرستې وستایلې او ور څخه یې مننه وکړه او د هیواد خلکو ته یې د بشري مرستو د اړتیاو یادونه وکړه. ښاغلي عبدالرزاق آخوند همداراز د بیوزلو او زیانمنو شویو کورنیو  لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی د شهیدانو او معلولیت لرونکو کورنیو سره د خواخوږي ترڅنګ د اسلامي امارت سره د ښو اړیکو په درلودلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چي یاد هېواد به د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره د مرستو لړۍ دوامداره ساتي.

د یادونې وړ ده چې په ویشل شویو توکو  کې وریجې، لوبیا، مکروني، بوره، چای، غوړي، بسکویټ، رُب او غوښه شاملې وی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS