په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي ادارو ترمنځ د همغږۍ (PDSCG) ګروپ جوړ شو

sadiq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۶:۲۳
s

په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي ادارو ترمنځ د همغږۍ (PDSCG) ګروپ جوړ شو

د ميدان وردګو ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د سويډن کميټې په همکارۍ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت د رسيدنې او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اړونده ولايتي ادارو ترمنځ د همغږۍ (PDSCG) ګروپ جوړ شو.

په دغه ناسته کې چې د ولايت مقام، اړونده سکتوري رياستونو او د معلوليت لرونکو وګړو مدني بنسټونو استازو ګډون درلود، ټينګار وکړ چې د ولايتي همغږۍ لپاره د ګروپ شتون اړين دی او د شته ستونزو او خنډونو د هواري لپاره همغږي او ګډکار ته جدي اړتيا ده.

يادې کميټې د چارو د لا ښه والي په پار، خپلمنځي اداري هيئت هم وټاکه، تر څو اړونده چارې تعقيب او ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS