په كندهارولايت کې د ۱۰۴ یتیمانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۹:۴۸
mmd

د کندهارولایت په ژړۍ ولسوالۍ کي د یتیمانو د ۱۰۴  کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. دغه نغدي مرسته چي د پنځه زرو نه نیولې تر نه زره افغانې شاملې وې د یو افغان سوداګر له خوا چي نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کي دیتیمانو پر کورنیو باندي وویشل شوې.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دغه افغان سوداګر د کړې مرستې څخه مننه وکړه او د هغوې صدقات یې د ستاینې وړ وباله او د خدای تعالی څخه یې ورته د قبولیت دعا وکړه.

او په نورو پانګوالو باندي یې هم غږ وکړ تر څو په دغې مبارکي میاشتې کي یتیمان اوکونډې هیري نکړي،  او د هغوې  سره مرستې او لاس نیوي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS