په بلخ ولايت کې د یتیمانو پر (۴۰) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۳۵

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند د یتیمانو پر (۴۰) کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان سره سم هرې کورنۍ ته (۲۰) زره افغانی ورکړل شوې.

یادې نغدي مرستې د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مسؤلينو،  په شمال زون کې د اسلامي رفاه مؤسسې رئيس او د ولايت مقام د استازو په شتون کې پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS