په افغانستان کې د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي کنوانسیون د غړو هېوادونو ۱۸مه کلنۍ ناسته

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۹:۵۸
cdsc

په افغانستان کې د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي کنوانسیون د غړو هېوادونو ۱۸مه کلنۍ ناسته

د ۲۰۲۰ز کال د نومبر له ۱۶- ۲۰

جلالتمآبانو، درنو همکارانو، ښاغلو او آغلو!

زما لپاره د ویاړ ځای دی، چې د غړو هېوادونو په ۱۸ مه کلنۍ ناسته کې برخه اخلم.

زموږ په هېواد کې قربانیانو سره مرسته تر بل هر وخت ډېره مهمه ده.

له ۲۰۰۹زېږدیز کال راهیسې جګړې په افغانستان له (۳۷۰۰۰) څخه د زیاتو خلکو ژوند اخیستی او له (۶۶۰۰۰) څخه زیات یې ټپیان کړي دي.

په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه په کال کې (۱۰۰۰۰) تنو ته لوړه شوې ده، چې په پراخه اندازه د ځمکنیو نښتو او چاودېدونکو ګواښونو زیاتېدو په ګډون ځانمرګي بریدونه او د جګړې پاتې شوني چاودېدونکي توکي یې اصلي لاملونه دي.

زیات شمېر ژوندي پاتې شوي خلک له ژوند بدلېدونکو سختو ټپونو او معلولیت سره مخ شوي دي، چې لومړنۍ روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي تر څنګ نورو ځانګړو روغتیایي خدمتونو لکه فزیکي درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري، چې وار تر مخه نازکه او ناکاره روغتیایي سیستم ځپلي دي.

د افغانستان حالات د جګړې قربانیانو د اړتیا پوره کولو لپاره ټاکلې ننګونې وړاندې کوي، چې په کلیوالي سیمو کې ښځینه او هلته اوسېدونکي خلک وتوانېږي پاملرنې ته لاسرسی ومومي.

له بده مرغه، د مرستې کچه د اړتیا لوړېدو سره سمه نده ساتل شوې، اړمن خلک ترې بې برخې پاتې کېږي. ځینې ​​وختونه د داسې شرایطو له امله، چې فزیکي درملنې او نورو لومړنيو خدمتونو ته یې لاسرسی کمولی شي، د خپلو بسترو او کورونو پرېښودو توان نلري.

په افغانستان کې د وروستۍ ترسره شوې سروې پر بنسټ موږ (۲.۵) میلیونه شدید معلولیت لرونکي ځوانان لرو، چې د افغانستان د وګړو ( ۱۳.۹) سلنه جوړوي. همدارنګه یو میلیون شدید او د منځنۍ کچې معلولیت لرونکي ماشومان لرو.

(۱۱-۱۰) سلنې پورې بې ځایه شوي وګړي فزیکي معلولیت لري، (۲۰) سلنه یې رواني او ذهني روغتیایي ستونزې لري، له (۷۰-۸۰) سلنه معلولیت لرونکي ماشومان زده کړو ته لاسرسی نلري، (۶۹.۶) سلنه معلولیت لرونکي وګړي بې کاره دي او (۹۷) سلنه ښځو څخه یوازې (۵۰) سلنه یې روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی لري.

په هر حال، زه په افغانستان کې قربانياتو سره مرستې او د معلولیت ملاتړ برخه کې نوې لېوالتیا هڅولی یم، چې له تیرو دوه راهیسې رامنځته شوې ده.

زموږ وزارت د معلولیت د لس کلنې ستراتېژۍ د جوړېدو د بهیر مشري کوي، چې دغه ستراتېژي به د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې په ۳ نېټه په رسمي ډول پیل شي. دا ستراتېژي به په راتلونکو څو کلونو کې د معلولیت سکتور ته لومړیتوب ورکړي او د مدني ټولنې، حکومت او مرستندویه بنسټونو سره به یو ځای د ټاکل شوي پلان لپاره په یوه چوکاټ کې سره راټولیږي.

یوه بین وزارتي کمېټه جوړه شوې ده، چې مشري یې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال کوي او د کمېټې ټولو غړو لپاره د عمل هر اړخیز پلان لري، تر څو په لوړه کچه د معلولیت او قربانیانو ته د مرستې اړوند مسایلو په اړه همغږي رامنځته کړي.

په نورو سکتورونو کې د معلولیت او قربانیانو د ادغام په موخه ۴۲ دولتي ادارو سره د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د قربانيانو او معلولیت لرونکو وګړو اړوندو چارو او خدمتونو لپاره مرکزي ډیټابېس رامنځته شوی دی، چې ازماېښتي پروسه یې د بشپړیدو په حال کې ده.

د معلولیت لرونکو وګړ او د شهیدانو کورنیو پوښتنو او اړتیاوو ته د چټک ځواب ویلو په موخه د ګړندي سیسټم په توګه د کال سنټر رامنځته کول یو بل نوښت دی، چې زموږ وزارت ترلاسه کړی دی.

په مرکز کې د (۳۵۰۰۰۰) شهیدانو د ورثې او د جګړې قربانیانو د بایومتریک ثبت بهیر پیل شوی او د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته به وغځېږي. د ثبت بهیر له بشپړېدو سره به د جګړې قربانیانو په اړتیاوو او غوښتنو د پوهېدو لپاره یوه ښه زمینه برابره شي. همدارنګه قربانیانو سره د مرستې او د معلولینو اړوندو فعالیتونو ته د لومړیتوب ورکولو او ښه پلان جوړونه کې مرسته کوي.

معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې پالیسي تصویب او خپره شوې، چې د پام وړ فرصتونه رامنځته کوي. د دې پالیسۍ پر بنسټ به لږ تر لږه 3٪ معلولیت لرونکي وګړي په دولتي ادارو کې وګمارل شي.

زموږ د وزارت لپاره به یو غوره رامنځته شوی جوړښت په سیستماتیک ډول په ملي کچه د جګړې د قربانیانو او معلولیت سکتور اړتیاوو ته په ملي کچه ځواب ووایي.

د جګړه ییز ناورین پر مهال قربانيانو ته د بېړنۍ رسېدنې د یوې برخې په توګه زموږ وزارت ملکي وګړو لپاره د شخړو کمول او مرستې اداره (کمک) کوي. له ۲۰۱۸ کال راهیسې له (۷۰۰۰) زیاتې پېښې څېړل شوي او له (۱۳۰۰۰) زیاتو کورنیو ته د بېړنیو مرستو (۱۹۰۰۰) کڅوړې چمتو شوي دي. همدارنګه (۹۶۰۰۰) کسان له بېړنیو مرستو برخمن شوي او (۵۸۰۰) قربانیانو ته جوړې شوې مرستې ورکړل شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ټولو دولتي ادارو او عامه تاسیساتو لکه ښوونځیو، روغتونو او د عامه خدمتونو ودانیو کې معلولیت لرونکو وګړو ته د فزیکي لاسرسي د اسانتیاوو برابرو په موخه یوه طرحه جوړه کړه او د جمهوري ریاست له لوري تایید شوه. د ځینو دولتي ادارو له لوري یې د تطبیق چارې پیل شوې دي.

په ۲۰۲۰زېږدیز کال کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د ورثې د ثبتولو لپاره د واحدې دریڅې یا (One Stop Shop) خدمتونه فعال او تطبیق کړل.

دا په افغانستان کې قربانيانو سره د مرستې لپاره یو په زړه پورې وخت دی. زه هیله مند یم، چې نړیواله ټولنه به موږ سره د ګډون له دغه فرصته ګټه واخلي او د خدمتونو او وړتیا لوړولو برخو کې به پانګونه وکړي، تر څو د جګړې قربانيانو ته د مناسب فرصت او سالم تولیدي ژوند زمینه برابره شي.

مننه

صبري اندړ

د برنامو او همغږۍ د برخې مرستیاله وزیره

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

په بادغیس ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رياست کې د لا زياتې همغږۍ او د کاري بهير د ښه ‌والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي تر مشرۍ لاندې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د ریاست اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (MAPWO) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۲۰۰) زره و (۴۹۰) ډالرو په ارزښت د (MAPWO) خیریه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له. . .

BACK TO NEWS