نن پنجشنبه (د غوایي ۴) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د مالیې وزارت نوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال سره وکتل

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۰:۴۹
mmd

نن پنجشنبه (د غوایي ۴) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د مالیې وزارت نوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال سره وکتل.

ښاغلي آریوبي د مالیې وزیر ته د نوي مسولیت مبارکي وویله او د شهیدانو او معلولینو په چارو د دولت وزارت د خپلواکه کېدو، ترسره شویو اصلاحاتو، معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو ورکړې او دوی ته د نورو فرصتونو برابرولو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړه وویل، چې د پخوا په پرتله ډېر مثبت بدلونه رامنځته شوي او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړې سربېره د ژوند په نور اړینو برخو کې هم بنسټیز کار شوی دی.

ښاغلي آریوبي د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د حقوقو ورکړې په برخه کې د روڼتیا رامنځته کېدو په موخه په ټولو ولایتونو کې د اسنادو او وثیقو د څېړلو، بایومتریک سیستم پلي کولو، مرکزي ډېټابېس، قوانینو تعدیل او په غیر مستحقو خلکو د حقوقو بندولو په اړه هم خبرې وکړې او د مالیې وزارت په همکارۍ یې ټینګار وکړ.

آریوبي وویل، چې د قوانینو په تعدیلاتو کار ته جدي اړتیا ده، ځکه هر کال د وزارت بقایه لوړیږي او یاد کلني حقوق معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته بنسټیزه ګټه نه شي رسوي. اړینه ده، چې په بدیلو لارو چارو کار وشي او بشپړه روڼتیا تامین شي.

د مالیې وزیر ښاغلي ارغندیوال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوری ترسره شوي اصلاحات وستایل او د حقوقو ورکړې په برخه کې پر روڼتیا د تاکید سره یې وویل، چې ډېری هغه کورنۍ هم حقوقو اخلي چې خپلوان یې څو لسیزې وړاندې شهیدان شوي او اولادونه یې اوس زلمیان دي. په دې اړوند باید په یوې هر اړخیزې کړنلارې کار وشي. نوموړي همدا راز د قوانینو تعدیل هم مهم وګڼه زیاته یې کړه، چې دواړو جنګي او طبیعي معلولینو ته باید حقوق ورکړل شي. ښاغلي ارغندیوال د روڼتیا د رامنځته کېدو په موخه وزارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS