د ولایتي سفرونو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د یو لړ ولایتي سفرونو په ترڅ كې د یو پلاوي سره د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش ، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازیو د ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینوچارو ریاست د کارکوونکو د کړنو څرنګوالې یې وڅیړل، او یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحیم احسان د بودیجې د بشپړ مصرف په برخه كې د دې ریاست ستونزې او ننګونې په ګوته كړې او د ستونزو د حل په برخه کې د مرستې غوښتونکې شو.
د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوی كلیم الله افغان د دغه ریاست د ستونزو له اوریدو وروسته د دغو ستونزو د حل په برخه کې د لازمو همكاریو ژمنه وكړه، او په دې ولایت كې یې د بودیجې په بشپړ او شفاف ډول مصرفولو ټینګار وكړ .
ښاغلي مولوي کلیم الله افغان له دی مخکې د لوګر او پکتیا ولایتونو دشهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو څخه هم لیدنه کړې، چې د دې سفر اصلي موخه یې د طرحې سره سم د بودیجې مصرفولو کې د چټکتیا رامنځته کول او د بودیجې د لګولو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له منځه وړل، او همداراز د اړوندو رياستونو د کړنو او فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه بلل شوې ده.