د نيالګيو کینولو مراسم د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير له خوا د یوه نيالګي په ايښودلو سره پيل شول.

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴
mmd

په هغو مراسمو کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د پسرلي د رارسیدو په مناسبت جوړ شوي وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبدالمجید اخند، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي عبدالرزاق اخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني او د دغه وزارت یو شمیر رئیسانو په کې ګډون کړی وو چې د نیالګیو په کینولو یې پیل کړ.

په دې مراسمو کې ۵۰۰ میوه لرونکي او ۲۰۰ بې مېوې نیالګي د وزارت د انګړ د ښکلا او زرغونولو په موخه کینول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۳
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ارچي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د ارچي ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر، همداراز هغوی ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د بغلان ولایت برکۍ او نهرین ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر څخه د ارزونې په موخه د برکۍ او نهرین ولسوالیو ته سفر وکړ. . .

BACK TO NEWS