د ننګرهار والي سره د شهیدانو او معلولينو چارو امر يو شمېر ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه شريک کړل
د ننګرهار والي سره د شهیدانو او معلولينو چارو امر يو شمېر ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه شريک کړل.
د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل سره د شهیدانو او معلولينو چارو امر علي محمد کاکړ او يو شمېر معلولينو خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې، چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار والي د شهيدانو او معلولينو اړوند په يو شمېر برخو کې له معلوماتو، ستونزو، غوښتنو او نورو موضوعاتو اوريدو وروسته ډاډ څرګند کړ چې په يادو برخو کې به د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.