د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې د دویمې ورځې فعالیت

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۹:۸
ds

د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې د دویمې ورځې فعالیت

د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ دویمه ورځ په ګروپي کار متمرکزه وه. د معلولینو استازي په پینځو کاري ګروپونو وېشل شوي وو، تر څو د ستراتیژۍ د پراختیا او هر اړخیزه کولو لپاره خپلې غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه په ګروپي ډول مطرح او وړاندې کړي.

دغه کاري ګروپونه عمومي زده کړو، د ټولنې پر بنسټ پیاوړتیا او چټکو اقداماتو، د ژوند کولو فرصتونو، ورزش او د سیاسي مشارکت حقوقو او طبیعي پېښو سره د مبارزې او بشردوستانه اقداماتو ته د لاسرسي په کټګوریو وېشل شوي وو او د هر ګروپ استازي د ګروپ د غړو له لوري لیکل شوي نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې د ورکشاپ ګډونوالو ته واورل او په دې اړه یې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د ګروپونو استازو په ټولنه کې د معلولینو پر وړاندې پرتو ستونزو، ننګونو، د امکاناتو او فرصتونو محدودیت او نورو اړوندو مسایلو او حل لارو هر اړخیز بحثونه وکړل.

د معلولینو د ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ څلورو ورځو ته ورغځېد، چې مالي او تخنیکي لګښت یې د هینډي کپ انټرنېشنل موسسې پر غاړه دی او نن یې دویمه ورځ وه، چې د کاري ګروپونو فعالیت یې اصلي برخه وه، سبا او بله ورځ به هم کډونوال په ګروپي توګه معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په مېکانېزمونو او دوی ته د بودجې موندنې، فزیکي لاسرسي، زده کړو، اسانتیاوو، کارموندنې، روغتیایي، عامه پوهاوي او نور فرصتونو په اړه خپلې غوښتنې او نظرونه مطرحه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد چارې و ارزول شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند کارکوونکي محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، په بامیان ولایت کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د هلمند ولايت نوزاد ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس سفر

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس چې د یاد رياست دوو تنو کارکوونکو یې ملتیا کوله، نوزاد ولسوالۍ ته يې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت څخه  لیدنه وکړه، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۸:۵۷
Background image

د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند کارکوونکي محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د دایکندي ولایت د. . .

BACK TO NEWS