د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه پر (۴۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، د دې ترڅنګ هر مستحق سره د لارې کرایې په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د څارنې او ارزونې ریاست استازي هم شتون درلود.
