د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر دیرش تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه وویشل شول
په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوې وو، په هغه کې دیرش تنو معلولینو ته ویلچرونه وویشل شول. د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني د ترکیې هېواد د سرې میاشتې لخوا له شویو مرستو څخه مننه وکړه.
د يادونې وړده، چې ياد ويلچرونه تر دې وړاندې د ترکيې هېواد د سرې مياشتې له خوا د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته سپارل شوي وو، چې د نوموړي وزارت د ټولنيزو خدمتونو د رياست له خوا پر مستحقينو ووېشل شول.