د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۵:۱۲
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې مسؤل محترم شهاب الرحمن اشرف ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په پروان ولایت کې یو سل او اوه شپیته (۱۶۷) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، مالګه، بوره، لوبیا او چای شامل دي، وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې له مسؤل څخه وغوښتل چې خپلې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

 په ورته وخت کې د یادې مؤسسې مسؤل محترم شهاب الرحمن اشرف د احساس خیریه مؤسسې د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او یاد قشر ته يې د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې پروژې ټوليز ارزښت نه زره او سل (۹۱۰۰) امریکائي ډالره دی چې په پروان ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا په موخه د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د دې هوکړه پر اساس به (۶۵۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اقتصادي ځان بساینې او پياوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کارو بارونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې د عزيزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړۍ له بهیر څخه ارزونه وشوه

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په دې ولايت کې د عزیزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د درېيمې ربعې د میاشتنېو نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ډېټابېس او معلوماتو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې د عملي کیدو پر څرنګوالي غونډه جوړه شوه

یاده غونډه چې د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو. . .

BACK TO NEWS