د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۲:۴
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې له مالي او اداري مسؤل محترم محمد مصطفی کامه وال ترمنځ لاسلیک شو چې د هغه له مخې به په ننګرهار ولایت کې یوولس سوه او نه ویشت (۱۱۲۹) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي (اوړه، غوړي، دال، بوره، مکروني، مالګه او نخود) او غیرخوراکي توکي (قرطاسیه باب) چمتو او وویشل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته چې د ټولنې اړمن قشر دی، د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د کامه وړیا مرستو مالي او اداري مسؤل هم د دې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او یاد قشر ته یې د مرستو چمتو کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت دوه سوه زره (۲۰۰۰۰۰) امریکایي ډالره دی، چې د یو کال په موده کې به بشپړه شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS