د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د تشکیلاتي طرحې د ترتیب په موخه با صلاحیته کمیټه جوړه شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۱:۱۴

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د چارو محترمې ادارې لوی ریاست لخوا راستول شوي مکتوب پر بنسټ د یاد وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د یوې جامع او هراړخیزې تشکیلاتي طرحې ترتیب چې د وزارت د تشکیلاتو اړوندې اړتیاوې به پوره کړي او همدارنګه وظیفوي ورته والي، نیمګړتیاوې او کاري تداخل به له منځه یوسي، یوه باصلاحیته کمیټه جوړه او په کار یې پیل وکړ.

په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې یادې کمیټې خپلې چارې عملا پیل کړې.

په یاده کمیټه کې چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي په ترکیب کې یې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس ښاغلی مولوي محمد موسی صدیقي او د تشکیلاتي چارو اووه تنه کارپوهان شتون لري.

نوموړی کمیټه به د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د کاري تشکیلاتو هراړخیزه طرحه ترتیب او بیا به یې د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست ته وسپاري.

په پام کې ده چې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند تر سرپرستۍ لاندې د مالي او بودجوي طرحو د ترتیب په موخه هم کمیټه جوړه شي او په یاده کمیټه کې به د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلی قاري محمد امین درویش، د ډیټابیس رئیس ښاغلی ملا رحمت الله خالد، د یتیمانو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ښاغلی مولوي صدو خان او د توانبخشي رئیس ښاغلی قاري عبدالکریم شتون ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS