د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې وزارت په انګړ کې د جومات د ساختماني چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د دې وزارت د د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب او داطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش یې ملتیا کوله، د دې وزارت په انګړ کې د جومات د ساختماني چارو د پرمختګ څخه یې بررسي او لیدنه ترسره کړه.
محترم شېخ صاحب د دې لیدنې او بررسۍ پر مهال د یاد شوي جومات په ودانې کې ځینې شته ستونزې په نښه کړې او د ساختماني شرکت مسؤلينو ته چې د یادې ودانۍ د جوړولو مسؤليت په غاړه لري، د چارو د لا ښه والي په موخه لازم هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د جومات د جوړویدو چارې څه موده وړاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په دوه پوړو کې په اساسي ډول پیل شوې وې او ډیری ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي.