د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له مشرې سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له مشرۍ آغلې چارلوټ او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په یادې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا، د یاد وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش او د لاوارثه یتیمانو او معلولینو د مرکز رئیس مولوی روح الله هم ګډون درلود.
په پیل کې آغلې چارلوټ افغانانو ته په بیلابیلو برخو کې دسره صلیب نړیوالې کمیټې د مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د سره صلیب نړیوالې کمیټې له پنځه دیرشو کالو راهیسې په افغانستان کې د دغه هېواد وګړو ته په بیلا بیلو برخو لکه معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو په جوړونې، روغتیایې او اقتصادي برخو کې ډیرې مرستې ترسره کړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیرښاغلي ملا عبدالمجید آخند په دې کتنه کې د معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: په دې هېواد کې ډیرشمېر افغانان او په ځانګړې توګه معلولین، یتیمان او کونډې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید چې دهغوې لاسنېوی وشي.
نوموړي د سره صلیب له مشرې آغلې چارلوټ څخه وغوښتل ترڅو یتیمانو ته د حرفوي زده کړو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې د یاد وزارت سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د سره صلیب د معلولیت لرونکو وګړو د بیا رغونې مشر رابرټ ټو هم په دې هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو د تداوي په برخه کې د اووه مرکزونو یادونه وکړه او ویې ویل: موږ په دغه هېواد کې معلولینو ته د زده کړو، لوبو او د کوچنېو کاروبارونو په برخه کې اړینې مرستې ترسره کړي دي.
په همدې حال کې د لاوارثه یتیمانو او معلولینو د مرکز مشر مولوي روح الله هم د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له مشرې وغوښتل تر څومعلولیت لرونکو وګړو ته د آسایشګاه د جوړونې په برخه کې له یاد وزارت سره مرستې وکړي.
په پای کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشرې معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو ته د آسانتیاو د برابرولو په برخه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.