د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر د کابل ولایت د کاج ښوونیز مرکز مسؤل او د هزاره قوم له یو شمېر مخورو او مشرانو سره وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۴:۴۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند د کابل ولایت د کاج ښوونیز مرکز مسؤل او د هزاره قوم  له یو شمېر مخورو او مشرانو سره په خپل  کاري دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس مولوي روح الله نصرت، او د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش هم ګډون درلود.

په پيل کې انجنیر محمد صادق جعفري د کابل ولایت د هزاره قوم د مخورو په استازیتوب خبرې وکړې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل تر څو هغو کسانو سره چې په دې وروستیو کې د کابل په لویدیځې څنډه کې په ښوونیزو مرکزونو کې د بریدونو له امله ژوند له لاسه ورکړې د هغوی کورنېو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یادو مخورو او مشرانو  د غوښتنو او ستونزو له اوریدو وروسته خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اساسي موخه د شهیدانو وارثینو، کونډو او یتیمانو ته د خدمتونو وړاندې کول دي. نوموړي د کاج ښوونیز مرکز مسؤل او د کابل ولایت د هزاره قوم  مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د دوې ستونزو د حل په برخه کې به هر اړخیزه پاملرنه وشي.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  کلک هوډ لري چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د پام وړ او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې مشخصې کړنلارې له مخې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او پېژندنې وروسته هغوی د مرستو په نوملړ کې شاملوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS