د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست يو پلاوي غور ولایت ته د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو د څیړلو په موخه سفر وکړ

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۵:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تفتیش آمر ښاغلي مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد وزارت د داخلي تفتیش ریاست درې مسلکي غړو هر یو ښاغلي سید رضا رضايي، ښاغلي نورالله اوریا او ښاغلي امین الله امیني یې ملتیا کوله، غور ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو اومعلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه او څیړنه پیل کړه.

ټاکل شوې ده، ياد پلاوی به، په غور ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړې او همداراز هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی په هراړخیزه توګه وڅیړي او په یاد ریاست کې به شته ستونزې په نښه او د حل په موخه به مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS