د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې او کابل ښاروالۍ ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۸:۴۹
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي عبدالحنان عارف الله، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د اړوندو ادارو یو شمېر رئیسانو برخه اخيستې وه.

په دې پروګرام کې د چارو د ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د یاد هوکړه لیک د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دغه تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره به په اداري چارو کې هر اړخیز شفافیت رامنځ ته او هیوادوالو ته به په یادو برخو کې لا نورې اسانتياوې برابرې شي. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چې د هیوادوالو لپاره غوره او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یادو ادارو ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو او د روڼتیا په رامنځ ته کولو ټینګار وکړ.

نوموړي د اړوندو ادارو له رئيسانو هم وغوښتل، چې له شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د هېواد دردېدلي ولس ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د اسلامي امارت د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي امارت مجاهدینو په تیرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام د تنفیذ په برخه کې بې شمیره قربانۍ ورکړي دي چې د الهي نصرت په مرسته په هیواد کې اسلامي نظام رامنځ ته شو.

په دې پروګرام کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې رئیس ښاغلي مولوي عبدالحنان عارف الله هم د یاد هوکړه لیک په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت له رامنځ ته کیدو څخه تراوسه (۳۶۴) د اداري چارو د ساده کولو پروسې په مختلفو ادارو کې ترسره شوې دي او د یادو هوکړه لیکونو اصلي موخه په اداري چارو کې د چټکتیا او روڼتیا رامنځته کول دي.

دغه راز په دې پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال ښاغلي مولوي خالد سجستاني هم د اداري پروسیجر د ساده کولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې هوکړه لیک په پلي کیدو سره به اداري چارې چټکې او د وخت د ضایع کیدو او همدارنګه د فساد مخه به ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS