د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د مالیزیا هېواد د خیریه بنسټونو له پلاوو سره وکتل

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۱۳:۳۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د محمد اپندي (Mohammad Apandi) د امل (AMAL) خیریه بنسټ مشر او ذوالکفل د (Muslim care) خیریه بنسټ مشر سره وکتل.

په پیل کې محمد اپندي د امل خیریه بنسټ مشر د شهیدانو وارثینو او معلولینو ستونزې په ګوته کړې او د افغانانو درد یې خپل درد وګاڼه.

ښاغلي اپندي په نننۍ غونډه کې د مرستو ډاډ ورکړ او څرګنده چې دا مرستې به لنډ مهاله او اوږدمهاله وي. لنډمهاله مرستو کې به د خوراي توکي وي او اوږد مهاله مرستو کې د څاګانو کېندل او د جامع جوماتونو جوړول وي او په کابل کې د جامع جومات جوړولو ژمنه هم وکړه.

ذوالکفل د Muslim care خیریه بنسټ مشر وویل موږ د راتګ موخه دا ده چې د افغانستان حالات له نیژدې وګورو او د مالیزیا چارواکو او خلکو ته ستاسې غږ وروسوو. همدارنګه ښاغلي ذوالکفل د مالیزیا هېواد د لسو ملي او نړیوالو خیریه بسټونو د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې لس خیریه بسټونه موږ سره همکارې دي چې دوی د کونډو، یتیمانو او بې وزله وګړو ته د کارموندنې زمینه برابرولو پروګرامونه لري چې په دې سره به ډېری افغانان به پر کار بوخت شي.

په کابل، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د معلولینو ته د مصنوعي غړو جوړولو روغتونونه دي چې اوس په بشپړ ډول نه دي فعاله؛ ښاغلی ملا عبدالمجید اخوند له هغوی څخه وغوښتل چې دا روغتونه فعال شي او معلولیت لرونکو وګړو پر مخ پرانستل شي.

د مالیزیا هېواد خیریه بنسټونو مشرانو دا کار اړین وباله او د روغتونو د فعالولو چارې په پراخه ټنډه ومنلې.

په پای کې ښاغلي اپندي د افغانستان د وګړو د غږ د پورته کولو لپاره د نړیوال کانفرانس جوړولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې زموږ د خیریه بسټونو ټولنه دا کولای شي چې ستاسې غږ پر نړیوالو سټېجونو پورته کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۸:۳۷
Background image

په نیمروز ولایت کې (۵۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره د لارې کرایې په موخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو بررسي پیل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان یې ملتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۸:۵۱
Background image

د بادغیس ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د دعوت او ارشاد اړوند چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله،. . .

BACK TO NEWS