د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د الامداد او بیت السلام خیریه موسسو له مشرانو سره وکتل

farahmand_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۸:۱۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عبدالمجید اخوند د سویلي افریقا د الامداد خیریه  بنسټ له مشر ښاغلي احمد چوهان او د پاکستان هیواد د بیت السلام خیریه بنسټ له مشر ښاغلي محمود الحق سره وکتل.

په دې کتنه کې د الامداد خیریه بنسټ مشر ښاغلي احمد چوهان په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې د دغې موسسې د فعالیتونو او بشري مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: موږ دلته د اړو افغانانو په تېره بیا د شهیدانو وارثینو ته د مرستې لپاره راغلي یو. د ډیرو کلونو را هیسې افغانان  په جګړو کې ښکیل وو او ډیر کړاونه یې لیدلي دي  موږ ورسره د بشري مرستو   ته ژمن یوو.

د بیت السلام خیریه بنسټ مشر محمود الحق هم د بشري مرستو د رسولو د څرنګوالي او له زیانمن شویو خلکو سره د ګډې همکارۍ د دوام په اړه خبرې وکړې او وویل: په وروستیو میاشتو کې څه باندې  شاوخوا زر بیوزلې  کورنې له دی بنسټ له خیریه بشري مرستو څخه برخمنې شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخوند د یادو بنسټونو له لوري د ترسره شویو بشري مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته باید بنسټیز  او اوږدمهاله پروګرامونه ونیول شي، تر څو په راتلونکي کې دا مظلوم قشر په ځان بسیا او خپله ستونزې په خپله حل کړاي شي. هغه پر خیریه موسسو هم غږ وکړ چې د بې وزلو او په ځانګړي توګه د یتیمانو  لپاره د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد هم د خبرو په ترڅ کې  بیت السلام  او الامداد خیریه موسسو له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ څه د پاسه ۶۵۰ زره یتیمان لرو، او هر هغه خیریه بنسټ چي دوې سره مرسته کوي باید د یاد وزارت په همغږۍ ترسره کړي ترڅو دا مظلوم قشر په ښه توګه له شویو مرستو څخه برخمن وګرځي.

همدارنګه په پای کې د الامداد او او بیت السلام خیریه بنسټونو مشرانو ژمنه وکړه چې دغه موسسې به له زیانمنو خلکو په ځانګړې توګه د شهیدانو له وارثینو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي او د روغتیا، پوهنې او د خوراکي توکو د رسولو په برخو کې به د پام وړ خدمتونه  وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS