د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۱۵:۱۸
1

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وزیر ښاغلي لعل‌الدین آریوبي د عامې روغتیا له ښاغلي وزیر فیروزالدین فیروز سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه د ښاغلي فیروز الدین فیروز په کاري دفتر کې ترسره شوه او دواړو لوریو د معلولیت لرونکو وګړو پر ستونزو خبرې وکړې.
د معلولیت درجې د تثبت په کمیسیون کې هر اړخیز بدلون، د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د آسایشګاه جوړول، د پارا پلژیک او فلج معلولینو لپاره د متخصصو ډاکترانو په دنده ګمارل او همدارنګه د درملنې په موخه له هېواد څخه بهر د هغو معلولینو استول، چې دلته یې درملنه ناشونې ده، د ناستې اصلي موضوعات وه.
دواړو وزارتونو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS