د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د واحدې دریڅي له لارې د نويو خدمتونو پيل رسماً پرانیست

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۳:۵۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د واحدې دریڅي له لارې د نويو خدمتونو پيل رسماً پرانیست.

د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د وزارت رهبرۍ غړو، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د مرکزي احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازو او د آسان خدمت ادارې مسولینو ګډون درلود.

د دې مرکز پرانیستل د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وو او اصلي موخه یې د پېچلو کاري پروسو ساده او اسانه کول، د کارونو چټکتیا، د خدمتونو برېښنایي کول، د بیروکراسۍ ختمول، د فساد مخنیوي، د حقوقو ورکړه کې د رونټیا رامنځته کول او تر یوه چتر لاندې په رڼه توګه د برېښنایي سیستمونو په وسیله د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول دي. د دې مرکز په جوړېدو سره کاري پروسې یا د اسنادو طی مراحل له (۷۲) هغو څخه (۱۲) پروسو ته راکمې شوي دي.

د واحدې دریڅې خدمتونو مرکز په ټولو عصري ټکنالوژیکي وسایلو سنبال او کارکوونکي یې له وړاندې روزل شوي دي، تر څو د نوې ټکنالوژۍ په وسیله د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند کارونه په چټکه او قناعت وړ توګه ترسره کړي.

په دې مرکز کې د شهیدانو او معلولینو چارې سره جلا شوي دي، چې د اړوندو ریاستونو له خوا ترسره کېږي. د دې تر څنګ نارینو او ښځینو ته جلا جلا انتظار خونې هم جوړې شوي دي. د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د برېښنایي تذکرو د وېش مرکز هم پکې فعال دی، چې عملاً کار کوي او هر ورځ لسګونه کسانو ته برېښنایي تذکرې وېشي.

د واحدې دریڅې خدمتونو نوی مرکز د حکومت او ملت تر منځ د واټن ختمولو او دې وزارت ته د حساب ورکولو او روڼتیا رامنځته کولو په برخو کې بنسټیز نقش ترسره کوي او په ښې حکومتوالۍ د خلکو د باور زیاتېدو لامل کېږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS